د امریکا حکومت له اوکراین سره د نظامي مرستو پر دوام یو ځل بیا د ۴۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو خبر ورکړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ په اعلامیه کې ویلي چې په دغو مرستو کې د «هیمارز او هویټرز» توپونو مرمۍ شاملې دي چې د اوکراینیانو د دفاع په برخه کې ډېرې ګټورې دي. په اعلامیه کې راغلي چې امریکا به د زغره والو ګاډو لپاره مرمۍ، پلونه او د پوځي وسایلو، روزنې او ملاتړ لپاره نور وسایط او وسایل هم اوکراین ته واستوي.
































