د روغتیا نړیوالې ادارې مشر وايي، هېڅ داسې تضمین نشته چې ساینسپوهان به د کرونا ویروس مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي. د اروپايي پارلمان روغتیايي کمېټې ته په وینا کې تېدروس ادهانوم وویل، که واکسین چمتو هم شي ښايي تر یو کاله پورې وخت ونیسي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي. د روغتیا نړیوالې ادارې مسوولینو دا هم ویلي، چې له میاشتو وروسته په اروپا کې هره اونۍ د ناروغانو شمېر کې ډېروالی لیدل شوی او که مخنیوی یې ونشي په یو شمېر هېوادونو کې به د اغېزمنو کسانو شمېر خطرناک حد ته ورسېږي.
































