د ایټالیې او ترکیې چارواکو ویلي چې بحري ځواکونو یې په دوو کښتیو کې سپاره شاوخوا ۲۷۱ تنه کډوال ژغورلي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه اروپا ته ولاړ شي. ایټالوي چارواکو ویلي، د کب نیونې هغه کښتۍ یې له ډوبېدو ژغورلې چې ۲۱۱ کډوال په کې سپاره وو او په ناقانونه توګه یې سفر کاوه. د ایټالیا سمندري ګارډ د ژغورنې ډلې چې دغو عملیاتو کې ونډه درلوده ویلي، یو تن یې د انساني قاچاق په توګه نیولی دی. خو د ایټالیې حکومت نه دي ویلي چې دغه کډوال د کوم هېواد اړونده وو. بلخوا د ترکيې حکومت ویلي چې پوله ساتونکو یې هغه نږدې ۶۰ تنه کډوال ژغورلي چې بحر کې ایسار وو.
































