د ملګرو ملتونو د سرمنشي لهخوا له بېوزله هېوادونو سره د مرستې غوښتنه شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې بډایه هېوادونه باید له هغو هېوادونو سره د کال پنځه سوه میلیارده ډالره مرسته وکړي چې، په یوه سخت حالت کې ایسار دي او د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ مخه یې ډب ده. د کم پرمختللو هېوادونو د مشرانو غونډه په هرو لسو کلونو کې ترسره کېږي، خو دغه سرمشریزه د کرونا وبا د خپرېدو له امله دوه ځله ځنډول شوې ده. د دوحې په غونډه کې د ۴۶ کم پرمختللو هېوادونو استازو ګډون کړی دی، خو د افغانستان او میانمار استازي دې غونډې ته نه دي ور بلل شوي.
































