په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې، په دغه هیواد کې ۴۵۰زره ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمات رسولي دي. د ملګرو ملتونو دغه ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امینداورۍ دغه خدمات د سلګونو ښځینه کار کوونکو لخوا د امیندوارو مېرمنو لپاره وړاندې شوي دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې زرګونو ښځو او نجونو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و که په افغانستان کې د میندواره مېرمنو د روغتیا په اړه ژر تر ژره اقدام ونشي، تر درې کلونو به زرګونه میندواره مېرمنې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
































