د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې په غیر دولتي موسسو کې له ۳۵ نه تر۴۰ سلنې پورې د کاري ځواک برخه تشکيلوي او هغوی په افغانستان کې د مرستې رسولو د عملیاتو یوه لازمه برخه ده. خو اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوه میاشتې مخکې ښځې له دې کار څخه راګرځول شوې دي او دې کار اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیالې رافایلا یودیچي چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې له ځانګړې استازي ټوماس نېکلاسن سره افغانستان ته په وروستي سفر کې ملګرې وه، تېره ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په اوس وخت کې په افغانستان کې شل ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي.
































