په بنګله دېش کې د روهنګیايي کډوالو په یو کمپ کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې شاوخوا ۲ زره سرپناوې یې سوځولې. بنګله دیشي چارواکو ویلي چې د دې اور لګېدنې له کبله ۱۲ زره خلک بې ځایه شوي دي. د بنګله دېش د کډوالو کمېشنر ویلي چې دا اورلګېدنه د «کوتوپالونګ» په نامه د کډوالو په کمپ کې رامنځته شوې ده. نوموړي ویلي چې تر دې دمه د اورلګېدنې له کبله د مرګ ژوبلې کوم خبر نه دی ورکړل شوی، خو د ۳۵ جوماتونو او دوو ښوونیزو مرکزونو په ګډون یې ۲ زره سرپناوې سوځولې دي. لاهم د اور لګېدنې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو چارواکو ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
































