د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، روان کال په کابل ښار کې ۳۷۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت او مسلکي کسانو نه درلودلو له امله تړل شوي دي. د درملو او خوړو ادارې ویاند ډاکټر هژیر وايي، د روان کال له وري میاشتې راهیسې په کابل ښار کې له ۱۷۶۵ درملتونونو څارنه شوې چې له دې ډلې ۳۷۹ یې مهرلاک شوي دي. نوموړی وایي، په دغو درملتونونو کې یو شمېر یې په خپلسر فعالیت کاوه او ځینو یې بيا مسلکي کسان نه درلودل، نو ځکه تړل شوي دي. هژیر زیاتوی، په همدې موده کې له یادو درملتونونو څخه سلګونه قلمه درمل هم د دغې ادارې له لوري ضبط شوي دي. بلخوا بیا د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي و چې په تېر یونیم کال کې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه طبي اصولو ته د نه پاملرنې له امله تړل شوي دي.
































