افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لینز وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات به راتلونکې میاشت پیل شي. نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته ویلي، ډېر احتمال شته چې مذاکرات راتلونکې میاشت پيل شي. نوموړې د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو، اروپايي ټولنه او ګڼ لوري د افغان سولې په تړاو هیله من دي او ویلي یې دي چې افغانان هېڅکله دومره سولې ته نه و نږدې شوي.
































