په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هیله څرګنده کړې چې د نړۍ مشران به د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته پاملرنه وکړي. مېرمن امیري پر خپله ټویټرپاڼه په یو بیان کې چې بېګا خپور شو د ملګرو ملتونو په نوښت د ښځو په اړه یوې ځانګړې غونډې ته چې پرون پیل شوه او د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي اشاره کړې او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم بندیز او نورو فرمانونو ته پاملرنه وکړي. د ښځو د حقونو په اړه د ملګروملتونو د سږنۍ غونډې تمرکز به د زده کړو پر موضوع وي.
































