د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې د پولیو ناروغۍ څلور تازه پېښې ثبت شوې دي. له دغو څلورو تازه پېښو سره د روان ميلادي کال له پیله د پوليو د نویو اخته شویو ناروغانو شمېر ۲۳ ته ورسېده. د عامې روغتیا وزارت وايي دغه څلور تازه پېښې په اروزګان، هلمند، فراه او بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د اړیکو برخې مسوول میراجان راسخ وایي، چې ثبت شوې پېښې له پولیو تشو سیمو ته د دغه ویروس ورتګ ښودنه کوي. په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو د تازه ثبت شوو پېښو شمېر ۲۹ او په ۲۰۱۸ کال کې هم ۲۱ تازه د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
































