د کابل په ګډون د سړو سیمو پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو درسونه په داسې حال کې پیل شول چې نجونې لا هم لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري. بلخوا يو شمېر محصيلنې له ا.ا غواړي چې دوی ته دې هم د لوړو زدهکړو اجازه ورکړل شي. ښځینه محصلینې وايي دوی هیله درلوده چې په دې نوي سمسټر کې به نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو د لوړو زدهکړو وزارت دغه کار ونه كړ. دوی وايي چې له زدهکړو د نجونو بې برخې ساتل د هغوی د زدهکړو له حق سره لویه جفا ده. محصلینې وايي چې نجونې هم د هلکانو په څېر د لوړو زدهکړو لپاره ډېرې هڅې کړي او دوی ته هم باید دا حق ورکړل شي. په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته نوي سرپرست حکومت لومړی د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه خو څو میاشتې مخکې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.































