د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین نن په داسې حال کې د عراق پایتخت بغداد ته رسیدلی چې په دې هېواد د امریکا د یرغل شل کلنې کالیزې ته یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی. د اسټین د دې سفر په هکله له وړاندې څه نه و ویل شوي . امریکایي چارواکو ویلي چې عراق ته د پنټاګون د مشر د سفر هدف دا دی چې په دې هیواد د یرغل څخه شل کاله وروسته هم امریکا ژمنه ده چې هلته خپل پوځي حضور وساتي. امریکا په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې ړنګ کړ.
































