د امریکې په اوهایو ایالت کې د روان کال د فبرورۍ په ۳مه نېټه له پټلۍ څخه د یوه اورګاډي د وتلو یوه پېښه وشوه چې پکې ډېر خطرناک کیمیاوي ګاز بار و. د vinyl chloride وینیل کلوراید په ګډون خطرناک ګاز ایستلی او په نتیجه کې يې په شاوخوا سیمه کې ګڼ شمېر نباتات او حیوانات ووژل شول، د دې سیمې ایکولوژيکي چاپېریال او د وګړیو روغتیا سخت ګواښل شوي دي.
د اطفايې مامورینو د پېښې په ځای کې په مستقیمه توګه یاد کیمیاوي ګاز وسوځاوه او هوا ته ډېرې ککړتیاوې يې راپورته کړې دي. د چاپېریال ساتنې ادارې په ټينګه سره ویلي چې د ځايي اوبو کیفیت د روغتیا له غوښتنې سره سمون لري، خو دوی د ځايي اوبو څښل هم ټينګ رد کړي دي.
د یادو کیمیاوي ګازو په سوځولو سره 1.8 میلیونه لیترو زهرجنې اوبه رامنځته شوې دي، دغه اوبه د ټکساس ایالت د یوه خصوصي شرکت لخوا په مستقیمه توګه تر ځمکې لاندې څو زره متره ژور ځای ته ایستل شوي. د ټکان وړ دی چې دغه عمل يې د امریکې د چاپېریال ساتونکې ادارې لخوا منظور شوی و.
بیا وروسته یو بل اورګاډي د مارچ په ۴مې نېټې په اوهایو ایالت کې له پټلۍ څخه وتلی. ځايي حکومت د یوې بېړنۍ اعلاميې په خپرولو سره وویل، په دغه پېښه کې خطرناک توکي نشته او د خلکو د مرګ ژوبلې راپور نه دی خپور شوی. خو د دې پېښې له امله د څه باندې 1500 کورونو برېښنا برابرونه پرې شوې ده.
په اوهایو ایالت کې په دېرشو ورځو کې له پټلۍ څخه د اورګاډي وتلو دوه پېښې شوې، د امریکې سایبري کارکوونکي په ټولنیزو رسنیو کې تبصرې لیکلې چې ((د چین او امریکې د اوسپنیزو لارو اختلافات وګورو)). په کین انځور کې چین کې اورګاډي په منظم ډول حرکت کوي، او په ښي خوا انځور کې د امریکې اورګاډي ډېر ګډوډي ښکاري.
شمېرې ښيي، چې په امریکا کې سږ کال له پټلۍ څخه د اورګاډيو د وتلو څه دپاسه لس پېښې رامنځته شوې. له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، په امریکا کې عموماً 54539 دغه شان پېښې شوې او په منځنۍ توګه هر کال 1704 ته رسېدلی. دغه شمېر ډېر د ټکان وړ دی.
له اټکل څخه وتلی خبر دا دی چې د اوسپنیزو لارو چارو د امریکې هغه صنعت دی چې تر ټولو زیاتې ګټې لري.
په اوهایو ایالت کې له پټلۍ څخه وتلی دواړه پېښې د Norfolk Southern Railway نورفولک جنوبي شرکت سره تړاو لري. دغه شرکت په امریکا کې د 31250 کیلومترو په اوږدوالي اوسپنیزې لارې تر ادارې کوي. تېر کال د دغه شرکت عمومي عایدات 12.7 میلیارډه ډالره وو، ګټې يې 3.27 میلیارډه ډالرو ته رسېدلې چې د ګټې اندازه يې 25.6 سلنه وه. دغه شمېر د اپل شرکت په نسبت لا لوړ دی.
دا چې د نورفولک جنوبي شرکت ډېر شتمن دی، له پټلۍ څخه د اورګاډي تر وتلو پېښې وروسته يې یوازې زیانمن شویو خواوو ته 25 زره ډالره جبران ورکړی او دغه عمل يې په انټرنیټي پاڼو کې له سختو غندنو سره مخ دی.
د یاد شرکت او د امریکې د ځينو حکومتي ارګانونو له کړنو څخه ښکاري، چې دوی د ناورینونو چلند په ترڅ کې تل هغه لارې چارې غوره کړې چې ټيټ لګښت لګېږي، د دوی په اند، ګټې تر ټولو مهم دي.
د اوهایو ایالت اوسېدونکو د بنرونو په پورته کولو سره د حکومت جدي غندنه کوي، بله خوا، د امریکې رسنیو د دغو پېښو په هکله هېڅ جدي راپورونه نه دي خپاره کړي.
سپینې ماڼۍ د مارچ په ۷مې نېټې د دې اعلان وکړ چې په اوهایو ایالت کې له پټلۍ څخه د اورګاډي وتلو پېښې پړه لرونکي ته به سزا ورکړي. انشا الله چې اړوندې پلټنې به جدي عملي شي. څرنګه چې تر دې مخکې، 5 تنه چاپېریالي سلاکارانو د اوهایو ایالت د پېښې ځای ته د وتلو په لار کې له اټکل څخه وتلې پېښې له امله مړه شوي وو.
































