د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام تر سرلیک لاندې د ۴.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو او لار جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې.
یادې پروژې د مرکز میدان ښار په کهنه خمار، فاتح، امرخیلو کلا او د جلریز ولسوالۍ په قلعه سفید او ګورمک کلیو کې پلې کیږي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به د ۸۹۸۹ کاري ورځو په رامنځته کولو سره د سیمې ۱۷۸ کسانو ته د کار په مقابل کې د نغدي مرستو په ترلاسه کولو سره د کار زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده چې د یادو کانالونو په پاکولو سره به د سیمې د اوسېدونکو شاوخوا ٣٠٠جريبه کرنيزه ځمکه خړوب او همدا راز له پاتې پروژو څخه به په راتلونکي کې لسګونه کورنۍ ګټه واخلي.
































