د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح خبر ورکړی او ویلي یې چې ولسمشر غني ورته درې تازه مسووليتونه سپارلي چې سر له سبا ورځې به يې عملاً پيل کړي.
نوموړي دغه درې مسوولیتونه،په سترو ښارونو کې د جنايي جرمونو مخنيوی،کنټرول او مهار کول.
په مالي سکتور او ځانګړي ډول په ګمرکونو کې د مالي فساد څار او د چارو د ښه تر سره کېدو لپاره د سټراټېژۍ جوړول.
او د سيمه ييزې حکومتولۍ څار چې له کوچني دولتي واحد يانې ولسوالۍ نېولې بيا تر کوچني ټولنيز واحد يانې کلي پورې به د حکومتي چارو څار او د خلکو د ستونزو اوریدل وي.”
امرالله صالح ویلي چې د پورته چارو د ښه تر سره کولو په موخه به له ملي امنيت شورا، ملي امنيت عمومي رياست، کورنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، د کلیو او بيا رغونې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسيون سره په ګډه کار پیل کړي.
































