په چین کې د افغانستان سفارت وايي، د «چاینا رېلوې کنسټرکشن» دولتي کمپنۍ یوه لوړپوړي پلاوي په افغانستان کې د رېل پټلۍ، هوايي ډګرونو لویولارو او په نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده. په چين کې د افغانستان سفارت پرون په خپله ټویترپاڼه کې ليکلي، په دې لیدنه کې یاد پلاوي په افغانستان کې د رېل پټلۍ، هوايي ډګرونو، لویولارو او نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ترڅنګ يې، د افغانستان د موجوده سياسي او امنیتي وضعیت او د پانګونې په برخه کې د ا.ا د پالیسۍ په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده. سرچینه زیاتوي، د سفارت سرپرست له خوا د یادې کمپنۍ پلاوي ته د پانګونې په تړاو د سرپرست حکومت د پالیسۍ وضاحت ورکړل شو او ورته وویل شول چې له ډېرو کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او سیاسي ثبات هم بېساری دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې په پای کې یادونه وشوه چې د یادې کمپنۍ یو پلاوی به د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو سره د تفصيلي خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وكړي.
































