د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکس پوتزل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره ليدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په يوه ټويټ کې ویل شوي چې پوتزل په یوه لنډ سفر اسلام آباد ته تللی دی. سرچینې زیاته کړې چې هغه په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسد محمد خان سره ولیدل او له هغه سره یې د افغانستان پر بشري وضعيت او بشري مرستو خبرې وکړې. اسد خان په دې لیدنه کې یو ځل بيا له افغانانو سره د خپل هېواد یووالی څرګند کړی او زیاته کړې چې دوی په دې سخت وخت کې چې افغانستان بشري مرستو ته اړتيا دوی سره ولاړ دی. پوتزل په داسې حال کې پاکستان سره د افغانستان پر بشري مرستو خبرې کړې چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ۴,۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
































