د افغانستان د نورو لارو په څېر د لوګر او کندوز پر لویو لارو نږدې هره ورځ جګړه کیږي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم پکې ډېر ځله مرګ ژوبله اوړي. د لویو لارو مسافر وايي، ډېر کله یې د سپرلۍ موټر پر ماینونو ور برابریږي، د جګړې منځ کې ایساریږي او له همدې لارو طالبان حکومتي مامورین هم برمته کوي.
































