په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۶۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه مشکوکې پېښې ازمویلې دي چې له دې ډلې ۱۶۵ یې مثبتې وې او همدا راز ۲۰ کسه د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړه شوي دي. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۰۶۱۶ ته رسېدلی او د کرونا له امله ټول مړه شوي کسان ۷۰۷ دي.
































