پولیس وایي، د بلخ په نننۍ چاودنه کې یو تن وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان دي، خو د خبریالانو د مصوونیت کمېټه وایي چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپیان دي. دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د بلخ د مرکز د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان په کلتوري مرکز کې شوې ده. ټاکل شوې وه چې په دغې غونډه کې خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شي. د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند محمداصف وزيري وویل چې په دغه چاودنه کې د یاد مرکز یو ساتونکی وژل شوی دی. ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په چاودنه کې درې ماشومان او پنځه خبریالان ټپیان دي. د خبریالانو د مصوونیت کمېټې د دغه برید د غندلو تر څنګ لیکلي چې په دې چاودنه کې د تبیان مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي او ۱۲ خبریالان ټپیان دي.
































