د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې تېره شپه د خونې چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي. د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رییس وايي چې چې په مړو کې يوه ښځه يوه ځوانه نجلۍ او درې ماشوماني شاملي دي. د خوست ولسوالۍ اوسېدونکي کریم الله هم وايي چې پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د چهار قشلاق درې په فرغان بل كلي شوې ده. خو د یاد ولایت د پولیسو ویاند شېر احمد برهاني بيا وايي چې په دې پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زياته کړې چې درې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي او دوه کسان ټپیان دي چې په وینا یې روغتیایي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
































