د ولسمشر ټرمپ اداره کار کوي چې راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه ۴۰۰۰ نور سرتېري هم وباسي. د سي ان ان د راپور له مخې د ټرمپ اداره ممکن نږدې وخت کې د ۴۰۰۰ سرتېرو د اېستلو پلان وروستی کړي. له دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټيټ شي. راپور وایي چې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر د سرتېرو د کمولو پلان له ناټو سره شریک کړی دی.
































