د واما د تحقیق او نتایجو ادارې د تازه سروې پر اساس، شاوخوا ۷۰ سلنه ګډونوالو د سولې له هوکړې وروسته د جمهوري نظام او مطبوعاتو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، واما د تحقیق او نتایجو ادارې(WRRO)، د افغانستان د وضعیت په اړه د افغانانو نظرونه پوښتلي دي او نږدې ۷۲ سلنه ځواب ویونکي د سولې موافقې له بشپړ تطبیق وروسته د جمهوري نظام غوښتنه کوي، ۱۹ سلنه خلکو امارت ته رایه ورکړې،۲،۵ سلنه سلطنت او نږدې ۷ سلنه یو بل ډول نظام غوښتی دی.
دغه راز د واما ادارې د معلوماتو له مخې، نږدې ۶۴ سلنه ګډونوالو ویلي، چې د سولې موافقتنامې د بشپړې عملي کولو لپاره دې اوسنۍ اداره پر خپل ځای پاتې شي، نږدې ۱۸ سلنه نورو ویلي چې موقته یا انتقالي اداره دې رامنځته شي.
د ځواب ویونکو له ډلې، نږدې ۵۳ سلنه کسانو ویلي چې د سولې موافقې له بشپړې تطبیق وروسته دې طالب وسله وال په افغان ملي ځواکونو کې مدغم شي.
































