د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د ۱۴۰۱ کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر شلمې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۹۰۰میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر ټویټر لیکلي، په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې د صادراتو کچه ۸۵۰ مېلیونه ډالره وه. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د دې صادراتو ۹۷ سلنه ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، ترکمنستان، هندوستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
































