امریکايي سناتورانو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې افغان سېکانو ته د کډوالۍ شرایط نرم کړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې شلو امریکایي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ویلي چې په افغانستان کې مېشت سيکهـ لږکي له ناوړه وضعیت سره مخ دي. ددوی په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید دوی ته د کډوالی شرایط اسانه کړی او یا دې ددوی لپاره د ځانګړو شرایطو پر برابرولو فکر وکړي. تر دې وړاندې د کاناډا حکومت هم ویلي چې دوی به د افغان سیکانو لپاره د کډوالۍ شرایط برابروي. افغان سیکانو تر هغه وروسته له امریکا او کاناډا د پنا غوښتنه وکړه چې پر دوی په کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه وشول.
































