د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده. په افغانستان کې د اروپايي تولنې استازي رونالډ کوبیا ویلي په دې وروستیو کې سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، خو تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی. دده په خبره د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې روان تاوتریخوالی غندلی او په خبره یې د تاوتریخوالي اوسنی کچه دوی ته د منلو نه ده او دا به د سولې د بین الافغاني خبرو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
































