د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ټاکل شوې د یاد کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکي ۹.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د پولیو دغه کمپاین نن پیل شو چې څلور ورځې به دوام ولري. نوموړي زیاته کړې چې بامیان، غور، دایکندي ولایتونه او د سړو سیمو یو شمېر ولسوالۍ د سړې هوا له امله په دغه کمپاین کې شاملې نه دي او په خبره یې ټاکل شوې په یادو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین په راتلونکو اونیو کې پيل شي. د هغه په خبره ټاکل شوې د دغه کمپاین پرمهال له شپږ میاشتو څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته د ناروغیو مقابل کې د هغوی د وجود معافیت پیاوړتیا په هدف A ویټامین هم ورکړل شي. د پولیو واکسین دغه کمپاین ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونیسف او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ تر سره شي.
































