پاکستاني رسنۍ وایي په تېرو ۸ میاشتو کې، افغانستان ته د دغه هېواد صادرات، ۳۲ سلنه ډېر شوي دي. پاکستاني رسنۍ «دي نیشن» د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په تېرو ۸ میاشتو کې يې افغانستان ته د څه باندې ۶۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي دي. له دې وړاندې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات له پاکستان څخه د وارداتو پرتله زیات شوي او کابل پاکستان ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو په وینا، پاکستان ته یې په روان کال کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي.
































