طالبانو د نیویارک ټایمز له لوري له روسیې سره د دې ډلې د اړیکو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، دوی د کوم هېواد له هیڅ ډول جاسوسي واحد سره اړیکې نلري او دغه ډول ادعاوې د دوی د بدنامولو په موخه کېږي. هغه زیاته کړې، دوی وړاندې تر دې په افغانستان کې د بهرنیانو د ترور او وژلو خبره مني او په خبره یې دا هر څه یې له خپل ادرسه او خپلو منابعو څخه ترسره کړي دي خو له امریکایي لوري سره تر توافق وروسته دې موضوع تغیر کړی دی او دوی ژمنه کړې ده چې نور به پر بهرنیانو بریدونه نه کوي او یاده ډله شوي تعهد ته ژمنه ده. د یادونې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو چې د روسیې اطلاعاتي سازمان طالبانو سره تړلي ځینې وسله وال پر امریکایي او ناټو ځواکونو د بریدونو لپاره ګومارلي دي.
































