د خوړو نړۍوال پروګرام تازه راپور ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بې وزله کسانو شمېر څه باندې ۲۸ میلیونو تنو ته رسېږي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دغه بنسټ راپور کې راغلي چې دغو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۲ مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا ده. د خوړو د نړۍوال پروګرام د راپور په یوې برخه کې راغلي چې څلور میلیونه کسان چې ۳.۲ مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه راز ۲۸.۳ میلیونه کسان چې د افغانستان د ټول نفوس دوه پر دریېمه برخه ده، په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغې څيړنې پر بنسټ، په هېواد کې ۲۰ مېلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي چې له دې منځه شپږ اعشاریه یو مېلیون تنه په قحطۍ او لوږه کې ژوند کوي. اخوا، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې د کورنیو په عوایدو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی. تر دې وړاندې، ملګروملتونو له افغانستان سره د بې وزلۍ د مخنیوي په موخه د ۴.۶ مېلیارد ډالر مرستې غوښتنه هم کړې ده.
































