د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی. ګوترېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي. هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د سرپرست حکومتله مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو ژمنتیا ښيي.
































