د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې له ایران سره راکړه ورکړه زیاته او له دغه هېواد سره ګډو اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي. د یاد وزارت سرپرست وزیر تېره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز د ورېښمو د دویمې لارې د پرانیستلو پر مهال ویلي، افغان حکومت هیله لري چې له ایران سره یې د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې شي. هغه په ورته مهال په دغو مراسمو کې د ایران د جنوبي خراسان له والي سره هم کتلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاوو په لټه کې دي.
































