د چين د بهرنيو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو ادارې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه چين ته د ويزې او د ننوتنې پاليسۍ کې اصلاحات راوستي دي. د اعلامیې له مخې هغه وېزې چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۸مې نېټې مخکې صادرې شوي او لا د اعتبار موده ولري، د کارول کېدو وړ دي. دغه راز په بهرنيو هېوادونو کې به د چين سفارتونو او کونسلګريو خلکو ته بیا وېزې پېل کړي. په سفارتونو او کونسلګریو سربېره اوس چین ته تلونکي کسان د چین بندرونو کې هم ویزې اخیستی شي. بهرنيان کولی شي، چې د دغه هېواد های نان ولايت او شانګهای ښار ته د بېړۍ له لارې پرته له وېزې سفرونه وکړي. په هانکانګ او مکاو کې ميشت بهرنيان کولی شي، چې ګوانګ دونګ ولايت ته له ويزې پرته ډله ييز سفر وکړي.
































