د ترکیې په ختیځ کې هغه کورنۍ چې د تېرې فبرورۍ میاشتې د زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي، وروستیو بارانونو له ستونزو سره مخ کړي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د هاتای ولایت په اسکندرین سیمه کې د باران اوبه د خلکو خیمو ته ننوتلي او خلکو ته یې سختې ستونزې جوړې کړې دي. بلخوا د اپوزیسیون یو سیاستوال جانان کفتان جوغلو وايي، له زلزلې یوه میاشت وروسته هم د حکومت لخوا شوې ژمنې نه دي پوره شوې. د تېرې فبرورۍ میاشتې د شپږمې نېټې په زلزله کې چې د ترکیې او سوریې ځینې برخې یې ولړزولې ، تر ۵۵ زره ډېر کسان ووژل. یوازې په ترکیه کې د قربانیانو شمېر شاوخوا ۴۸ زره ښودل شوی دی. په دواړو هېوادونو کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي، چې له امله یې سلګونه زره کسان په موقتي خیمو او بېړنیو سرپناوو کې ژوند کوي.
































