د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو هغو کسانو سره، چې د خوړو له کمښت سره مخ وو، مرسته کړې ده. دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، چې ددغه مرسته اخیستونکو ۱۲ میلیونه یې ښځې او نجونې دي. بلخوا دغه سازمان له هغه هېوادونو او سازمانونو څخه مننه کړې ده، چې په دې برخه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده. ملګري ملتونه وايي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دوی ته د رسېدو لپاره ۴،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
































