د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو مخ پر زیاتیدونکی ګواښ د اندېښنې وړ دی. نیکولسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، “په افغانستان کې سوله او ثبات یو معتبر او ټول شموله ملي ډیالوګ ته اړتیا لري. خو ا.ا امارت په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول ترهګرې ډلې شتون نه لري او نه به هم چاته اجازه ورکړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او یا نورې نړۍ پرضد وکاروي. ا.ا د نړیوالو سازمانونو له مشرانو او غړو هم غواړي، چې له غیر مسوولانه څرګندونو لاس واخلي او خلک په ویره کې وانه چوي.
































