چين، سعودي عربستان او ايران څو ورځې مخکې په بېجينګ کې درې اړخیزه ګډه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې سعودي عربستان او ايران موافقه کړې، چې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې به بيا پيلوي، په دوو مياشتو کې به يو د بل هيواد کې سفارتونه پرانيزي، سفيران به ليږي او د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا به بحثونه کوي.
سعودي او ايران په منځنۍ اسیا کې لوی هېوادونه دي، خو لس کالونه کيږي، چې خپلمنځي اختلافات او ستونزې يې درلودې او اوس یې په بېجينګ کې هوکړه کړې، چې خپلمنځي اړيکې به بېرته اصلي مدار ته ستنې کړي.
دغه ګډه اعلاميه د منځني ختيځ لپاره يو ستر برياليتوب بلل کيږي.
چین ميډيا ګروپ د همدې موضوع په تړاو له افغان سیاسي شنونکي عنایت الله انوري سره مرکه کړې ده.
انوري وايي، سعودي او ایران توانيدلي، چې خپلمنځي ستونزې هوارې کړي او دا يې د چين ځانګړی خدمت بللی دی.
نوموړي وويل:
(( ټولو ته معلومه ده، چې چین د نړۍ یو له قدرت مندو هیوادونو څخه دی او دا پرېکړه د چین په منځګړیتوب شوې، دا ډېره اغېزمنه پرېکړه ده، ځکه ایران او عربستان د منځنۍ اسیا له مهمو هیوادونو څخه دي، د دغو هیوادونو امنیتي ستونزې نه یوازې د اسیایي هیوادونو په زیان دي، بلکی نړۍ ته هم ستونزې پیدا کولای شي، دلته چې چین دا منځګړیتوب کړی، دا د چین او حتی د افغانستان په شمول د سیمې هېوادونو په گټه هم دی.))
عنایت الله انوري وايي، چین د ایران او سعودي ترمنځ ستونزې حل کولای شي او په وينا يې، چین په اسیا کې ډېر قدرت لري او له بېلا بېلو خواوو سره نږدې اقتصادي اړیکې لري او ډیری اسیایي هیوادونه د چین طرفداري کوي .
په بېجینګ کې د ایران او سعودي ترمنځ د سوله ییز تړون لاسلیکېدل، نړۍ ته د شخړو او کړکېچونو د حل یوه نمونه وړاندې شوې ده.
عنایت الله انوري په دې اړه وايي، چې دا د چين کامیاب سیاست دی، چې جنګ ته د پای ټکی ږدي او کوشش کوي، چې د نړۍ هر یو هیواد ته د سولې پیغام ورسوي، جنګ تباهي راولي، جنګ د انسان دښمن دی او کومو هېوادونو کې چې جنګ وي، هلته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي او د انسانانو ژوند له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي.
نوموړي د بېجینګ دا هڅې د زړه له کومې ستایلې دي او په وينا يې، درې واړو هېوادونو څرګنده کړې، چې په ټول توان به نړيواله او سيمه ييزه سوله او امنيت تقويه کړي.
انوري په خپلو خبرو کې د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې او په وينا يې، د افغانستان مسئله هم ډېره سخته او پېچلې ده او افغانانو ته يې وړانديز کړی، چې د ایران او سعودي د کړکېچ له سوله ییز حل څخه ځيني ګټورې تجربې زده کړي.
(作者:徐晓勤 一审:唐诗玉 二审:陈重 签发:席猛)
































