د ماشومانو د ژغورنې سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو په نه پرانیستل کېدو اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان ویلي چې له زده کړو د نجونو محرومېدل د “بېوزلۍ او په کم عمر کې د ودېدو د زیاتوالي” لامل کېږي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته تر ۳ میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. په دغه راپور کې په نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته د نجونو د بشپړ راتګ غوښتنه شوې او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو له تعلیم څخه د منع کولو پریکړه بیرته واخلي.
































