د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له ایراني چارواکو سره په کتنه کې د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، وزارت هڅه کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د چابهار بندر، تولیدي فابریکو او د دغه هېواد له ځانګړو اقتصادي برخو څخه لیدنه کړې ده. په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، له ایران څخه د وارداتو کچه لوړه ده او د سوداګرۍ بیلانس کسر باید راکم شي. له بلې خوا یو شمېر سوداګر په دې باور دي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د توازن لپاره باید د دواړو هېوادونو له خوا لازم فرصتونه برابر شي.
































