د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده. اسټرالیایي ورځپاڼې مندریان د مېرمن وانګ په حواله لیکلي، که پر ښځو د سرپرست حکومت بندیزونه پای ته ونه رسیږي، افغانان به له ناوړه پایلو او راتلونکې سره مخامخ شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې، دوی به افغان مېرمنې له یاده ونه باسي. خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي، دوی د نجونو د تعلیم مخالف نهدي، خو په موقت ډول یې د دوی د تعلیم چارې ځنډولي دي.
































