کډوالو چارو وزارت وايي، تېرو دوو ورځو کې ایران ته تللي نږدې پنځه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه وزارت وایي چې د کب میاشتې پر ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه له ایرانه ۴۹۷۶ افغانان هېواد ته ستانه شوي چې په وینا یې نږدې ۲۴۰۰ افغانان په اجباري ډول له ایرانه افغانستان ته استول شوي دي. د راپورونو له مخې له ایرانه شړل شوي ډېری افغانان هغه کسان دي چې غوښتل یې د ایران له لارې په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته لاړ شي، خو ایراني ځواکونو نیولي او اوس بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. تېر کال په اګست کې په ایران کې د یونیسف استازي ویلي وو ، چې له سیاسي بدلون وروسته شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي.
































