نړیوال بانک وایي چې افغانستان لا هم د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی اوزیاتوي چې په ۴ میلیونو کسانو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خوار ځواکۍ اخته دي. یاد بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د ناکافي خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. په راپور کې ویل شوي چې ډېری افغانان د خپلو اساسي خوړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مقابلهیي ستراتېژیو ته اړتیا لري او اقلیمي ناورین خوراکي وضیعت خراب کړی. په دغه راپور کې نړیوال بانک ویلي، چې د مرستو کچه لوړه ده خو په نادولتي ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې نه ورکول لامل شوی چې اړمنو کسان د مرستو د وېش په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
































