د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پیل او زرګونه خلک له دغې اسانتیا برخمن شول. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس وايي، په دایچوپان کې له پیله هېڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نه وې خو په دې وروستیو کې وتوانېدل چې د دغې ولسوالۍ په چلکور سیمه کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې يو انتن فعال کړي. هغه زیاته کړه اوسمهال دغه انتن د ولسوالۍ ۴۰ سلنه ساحه تر پوښښ لاندې راوستې خو پلان لري دغلته بل انتن هم نصب کړي چې ورسره به ټوله ولسوالي تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي. نوموړی وايي اوسمهال د زابل له ۱۱ ولسوالیو یوازې اټغر ولسوالي له مخابراتي خدماتو بې برخې ده چې هلته به هم ژر دغه خدمات پیل شي. هغه یادونه وکړه چې د سږ کال په اوږدو کې یې د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه ۸ نوي سايټونه هم فعال کړي دي چې په دې توګه د مخابراتي شبکو د ټولو سایټونو شمېر ۵۴ ته لوړ شوی دی.
































