د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د هېواد له هوایي ډګرونو په ورځ کې تر ۳۰ الوتنې ترسره کېږي. د یاد وزارت ویاند وایي، چې ډېرې الوتنې د کابل، هرات، بلخ او کندهار له هوایي ډګرونو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ترسره کیږي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي دمګړۍ د کابل له هوايي ډګره هغو هېوادونو ته الوتنې کېږي چې، د تېر حکومت پر مهال نه کېدې. نوموړی زیاتوي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو څه باندې ۱۰۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي. له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د لویو هوايي شرکتونو د هوايي دهلېزونو د نشتوالي له امله د افغانستان تولیدات نړۍوالو بازارونو ته نه رسېږي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ افغان سوداګر د هوايي کارګو له لارې هند، چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خپل سوداګریز توکي صادر او یا هم رارواردوي.
































