د متحده عربي اماراتو د علماوو یو پلاوي د سرپرست حکومت د کابینې ځینو غړو او علماوو سره په کابل کې لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د متحده عرب اماراتو د علماوو یو لوړ رتبه پلاوي ځينو سرپرست وزیرانو سره وکتل. سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې متحده عربي امارات او ا.ا اوږدې تاریخي اړیکې لري او په راتلونکي کې هم نېکو او مثبتو اړیکو ته ژمن دي. هغه زیاته کړه، افغانستان تر بل هر وخت په امن دی، د قدرت جزیرې له منځه تللي او د نشه یي توکو کښت صفر ته راښکته شوی دی. د اماراتي پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي د افغانستان له اوسني حالت څخه خوښي ښودلې او زیاته یې کړې يې ده چې دوی له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روژې میاشتې په رارسېدو په اماراتو کي د افغان بندیانو د ازادولو، د خلیجي هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا او د بشري مرستو په برخه کې د راغلي پلاوي د خاصې پاملرنې غوښتنه وکړه چې په اړه یې دغه پلاوي د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.
































