د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي دي چې د افغانستان په اړه یوه سمه ارزونه وکړي. دغه سازمان دغه راز افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی، خو وایي، له سرپرست حکومت څخه یې چې کومې هیلې وې، په دې برخه کې کم پرمختګ شوی دی. په مشخص ډول نه دي ویل شوي چې د امنیت شورا په افغانستان کې له واکمنانو څخه مشخصآ کومې هیلې لرلې، خو ملګري ملتونه تل ټېنګار کوي چې باید ط البان د ښځو او نجونو په زده کړو، کار او نور مشارکت باندې بندیزونه لرې کړي، همه شمول حکومت جوړ کړي او پرېنږدي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد استفاده وشي. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
































