د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په یوه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډه د یوناما د ماموریت د غځولو مصوبه جوړه کړې وه او د امنیت شورا غړو ته یې وړاندې کړه او هغوی هم د رایو په اکثریت سره تایید کړه. سرچینې زیاته کړې چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې غځول شوی دی. د ملګرو ملتونو په سیاسي چارو کې د امریکا سرپرست استازي رابرټ ووډ ویلي، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د هغوی د مشارکت او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم دی. په کابل کې د یوناما دفتر هم په یوه ټویټ سره ددې پریکړې پخلی کړی دی. بلخوا د چین استازي ویلي په افغانستان کې د یوناما ماموریت د سولې، ثبات، اقتصادي غوړېدا او ټولنینزو چارو لپاره مهم دی.
































