د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي چې د ښځو پر زدهکړو بندیز، په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره تعامل ستونزمن کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې په افغانستان کې د نظام د دوام لپاره د نجونو زدهکړې مهمې ګڼي. نوموړی زیاتوي، د کابل له سقوط وروسته پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو شاهد وو.خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د افغانستان له خاورې به بل هېڅ هېواد ته څه ګواښ پېښ نه شي او په وینا یې سرپرست حکومت په سیمه کې د سولې ټينګښت غوښتونکی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ټينګار سره وايي اسلام آباد اړ دی چې، د افغانستان د ګاونډي په توګه له اوسني حکومت سره اړیکي وپالي. تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې له ا.ا غوښتي وو چې د افغان ولس او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
































