د اروزګان په چورې او چنارتو ولسوالیو کې د ۹۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې ۱۰۰ لویو او کوچنیو پراختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې په دغو پروژو کې سړک، پلچک، سربند او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي چې لګښت یې نړۍوال بانک ورکوي او د سنایي پراختیايي موسسې له لوري پلي کېږي. د دغې موسسې د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې به څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته د کار په بدل کې د مرستې زمینه برابره شي. د اروزګان ځينې اوسېدونکي دوی ته د کاري زمینې له برابرېدو خوښ دي. د اروزګان د سیمهییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي او هڅه کوي چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلې کېدو زمینه برابره کړي.
































